پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د
د
عزت معیار
نن چې د عزت معيار پيسه شوله
جوړه هر يو زړه کې تلوسه شوله
نن ښه سړي هغه چې پيسي لري
بد چې غريبي يې ميلمنه شوله
علم او تقوا د چا پکار ند ه
جوړه بيا مکې نه بتخا نه شوله
سپين ښکاريږي تور چې پيسې نلري
حسن بې د زرو نه تا نه شوله
و مې ليد چې زرو د ځوي سر پريکړ
د روغ وينا رښتيا را ته ښکا ره
شوله
مينه هم تا وان هم ليو نتو ب
ښکاري
خرڅه چې نن پېغله پښتنه شوله
وکړه حج خيرا ت د غلا پيسو با ندي
توره دې چې پټه وه تيره شوله
ګونګ به شي له حقه د ملا ضمير
خيټه يې خيرا ت با ندې مړه شوله
ا وس نو ځکه شراب د ملا سيوري ته
حوري د جنت هم ستا ټيکه شوله
ږيره يې منګس کړه سپين پټکی په سر
جوړه د ګونګټ نه پروا نه شوله
لور دمور نه بره زوي د پلار
نيکه
پا ک الله د ا څرنګ معامله شوله
با رکړه حق قانو کو ه لدي ځا يه
زرزور ته ورپا ته معا مله شوله
مه کړه ډ ير سوچونه ليوني به شي
ژوند خنجر ه يو مخ ډ را مه شوله