د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ظاهر "خنجر" شعرونه

ا نکا ر

ا نکا ر

وې مې خوب کې دې په څه وکړو ا نکا ر
وې په ويښه به هم ونکړم ا قرا ر

وې مې ولې دې په زړه کې رحم نشته
وې په زړه کې رحم نلري کفا ر

وې مې څله دې بللي دي رټلي
وې د حسن سره ښا يي داسي کا ر

وې مې څله سو زوې د با غ ګلو نه
وې بورا کړی ګلونو ته ازا ر

وې مې څله بلوې په زړه ا ورونه
وې دوزخ کې سوزومه ګنهګا ر

وې مې وښيه وفا چې وفادارشم
وې پتنګ نه وايه درس ماښام سهار

وې مې څله دې باران د رحمت بند کړ
وې تمام مې شولو سترګو کې خمار

وې مې څله پټوې سپوږمۍ په وريځو
وې چې ورکه د رقيب نه کړمه لا ر

وې مې ولې دې بندي کړم را ته وا يه
وې زمري تړلي ښه وي په با زا ر

وې مې څله دې با ور کې وچيچلم
و خنجر ته شو م لستوڼي کې پټ ما ر
 

د شاعر نور شعرونه ←