افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
چې رنګ يې د ښكلا شو په تن خــــــور د پسرلي
په باغ يې د ځوانۍ ګډ شو يو شــــــــور د پســـرلي
دا ډېر كلونه وشول بيايې مخ راښكاره نكـــــــــــړ
ورځم كه يې پيدا كړم چېرته كور د پســــــــــــرلي
تر غاړې به يې هار د نغمــــه ګرو زړونو تاو كړو
چې پرې يې د احسان شي پر مونږ پور د پسرلي
زړګى مې د فراق په تېرو غشــــــــو لګېـــــــــدلى
زخمـــــــــونه به مې جوړ شي په ټكـــور د پســرلي
اقبال نه هسې څه پوښتـــى ښائيست يې د جانان
په سترګـــــــــــــــو كې راټول يې واړه زور د پسرلي