د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي محمدحسن حقيار شعرونه

غزل

 وربل تندى پټ کړ اوس نه ښکاريږي
څراغ وومړ شو خود ، تياره ښکاريږي
پاڼه او پرخه شوه دګل په برخه
 برخه دزړه ازغي ، باڼه ښکاريږي
دخوړ په کاڼو کې مې موم ومونده
ښکليو کې يو نيم نرم زړه ښکاريږي
سيوري دزلفو دې مخ وځلاوه
چې شپه تياره شي ستوري ښه ښکاريږي
زه خو سپرلى ګڼمه ستا له مخه
چا ته به څه ، چاته به څه ښکاريږي
حقيار خوشته خوزړه يې والوته ترې
اوس ستا قفس کې بند مرغه ښکاريږي
 ١٣٨٢- ٧- -٢٠

د شاعر نور شعرونه ←