د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي محمدحسن حقيار شعرونه

غزل

 دا چې څڅيږي سپين غمي غمي له هاره
چينه مونږه وه غوښتې سپينو لپو کې له ياره
چينه دسحر سترګې يې ړندې کړې په تيارو
ميينو مونږ ته ښکاره نه شوله دلته تر سهاره
چينه دآشنا سترګو کړل په سترګو کې رودونه روان
 او بياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره
 چينه داشين چمن منګى ترڅنګ ، وربل کې
ګوتې وهي دکلي مستو پيغلو کړه ځانته هنداره
 چينه دحسيني هوډ ليوني اوجل وهلى منزل
خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره
چينه اوس د هوسيو اوښکې څښي زمونږ په غرو کې
شپانه دتقدير(( ديو)) ترې تښتولې ده حقياره چينه
 ١٣٨٢ -٦-١٤


 

د شاعر نور شعرونه ←