افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
څلوريزه
مغرب به ولې په
قومونو حکومت نه کوي
چې يې حکمت، هنر او زيار ته ادامه ورکړله
د خيال دنيا يې
تش په خيال پورې محدوده نکړه
بلکې هر خيال ته يې د اوسپنې جامه ورکړله
××××××××××××××××××××××××××××
بل ځای کې ازاد
يې که د ژوند هر يو ډګر ته ځې
خپله دي مرضي ده که دننه که بهر ته ځې
دلته که ايله
غوندې د کرښي نه په څنګ شولې
خدای به دې معاف کړي خو د خلکو نه به چرته ځې
××××××××××××××××××××××××××××
ورک مې ځلول
ورسره ورک شومه
سپک مې درنول ورسره سپک شومه
ما بوتلل سحر ته
دا د شپې خلک
دې لړ کې پخپله ښاپيرک شومه