افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پرېښود چې ايمان يې
د روپو په سر
نن هغه درانه ځي د اوبو په سر
ډېرو په اُجرت بې
ګناه قتل کړل
ډېر ماړه موړ ژوند کوي د مړو په سر
يو خوا ژاړي مشر مې
لوټ شوی کور
بل خو لاس وهي د خپلو غلو په سر
سر مُحتاجه ! تا
هغوی ته ښکته کړو
خپل سر ماتوي چې د پيسو په سر
صيب د هر دفتر په
سره غرمه راځي
کېنئ مُنتظر ورته د پښو په سر
پړق په تور اسمان
کښې د عربو شو
تندر شو ګوزار د پښتنو په سر