افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
چې ژوند نه وو،
بد رنګ نه وو، خوش رنګ نه وو
بورا، ګل او چراغ نه وو، پتنګ نه وو
دا نقشه د زورور
کمزوري نه وه
دا جهان د خدای ډېر ارت وو تنګ نه وو
بادشاه نه وو،
وزير نه وو، دربار نه وو
ګدا نه وو، ملنګ نه وو، قلنګ نه وو
محل نه وو او
زړې جونګړې نه وې
تصور د جانګڼ کټ او پالنګ نه وو
سکهـ ، هندو،
اتش پرست يهودي نه وو
د شيعه سُني اسلام او فرنګ نه وو
زمکه، ستوري،
لمر سپوږمۍ وو روغانيه
څه ښه وخت وو چې هر څه وو خو جنګ نه وو