د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

فطرت انساني

د فرښتو او د جناتو ربه - ای ددې واړو مخلوقاتو ربه
د جماداتو نباتاتو ربه - د لا محدوده کايناتو ربه

ژوندون آزميښت دی که نه حد فاصل؟ د سور دوزخ او جنتونو مينځ کښې
که څو رنګينې خونده ورې لمحې د کړاوونو راحتونو مينځ کښې

دا رنګينې او کړېدل، پسخېدل په امتحان امتحان ژوند تېرول
دا زما خوی او ستا جنت عجيبه، خوان او نعمت بغير له شخوند تېرول

دلته خو ژوند او خوند په مينه کښې دی، هلته به دا دمينې خوند وي که نه؟
بې له خوږو تراخو نيمګړی يمه، هلته به زهرو سره قند وي که نه؟

چې دې اشرف المخلوقات پيدا کړم، څومره مقام څومره عظمت دې راکړو
علم او عقل لټون مينه ښايست، قوت دې راکړو حکومت دې راکړو

غنا غُربت او سخاوت په ګډه، حرص دې راکړلودولت دې راکړو
احساس دې راکړو بې حسې دې راکړه جذبات دې راکړلو غيرت دې راکړو

صابر ظالم، قاتل مقتول په خپله، څه عجيبه غوندې فطرت دې راکړو
بيا دې پدغه رنګينو کښې ورک کړم، ورپسې توان د بغاوت دې راکړو

خپل تجسس په سوال مجبوره کړمه ، ستا د تخليق به غرض هم وي که نه؟
تا چې عطا کړۀ د لټون بيماري، څه به علاج د مرض هم وي که نه؟

د ژوند تکميل دې د اضداد و اريان، کله چې وکړمه خپل ځان ته فکر
دا تنګ نظري حسد او مينه نفرت، وصل هجران د خوا جانان ته فکر
کله ترې پټ شم چې ستي نشمه، کله په لمر پسې ارمان ته فکر
نار نمرود او د خليل
ع عقيدت، په سرو لمبو کې ګلستان ته فکر
هم با اختيار هم بې اختياره يمه، کله آدم کله شيطان ته فکر
عقل مې خام فکر نيمګړی اريان، دغه دليل دغه برهان ته فکر

زما خمير هم عجيبه غوندې دی، مينه چې لنګه کړي نفرت پيدا کړي
بې له تيارو د رڼا څه تصور دوزخ چې شور شي نو جنت پيدا کړي

که وې د علم او حکمت خبرې، خو په غريبه خوله ملنډې شولې
د چا د سترګو نم عنقا کړي ربه ! خو دچا سرې اوښکې کرکنډې شولې
د يو مرګی د بل ژوند ضمانت، ستا وربخښلې ورځې لنډې شولې
د چا زردار او زورور لپاره، دا په زر ګونو پېغلې کونډې شولې
د چا ارزو خاورې ارمان ايره کړې تمنا ګانې داسې شنډې شولې
دلته عشرت ، سيالي، ښايست او کبر، هلته په وچه ډوډۍ منډې شولې

څنګه د خپل سکاره احساس په رنجو دغه کاواکې سترګې تورې کړمه
چې د
کرم د لمبه زړه دا سرخي په دغه تراړو شونډو پورې کړمه

د شاعر نور شعرونه ←