د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

غزل

لېونی شومه په شاړو باندې سر يم
خوا دې يخه شوه کنه؟ چې در په در يم

ته زما د زړه ارمان ته مې دلبر يې
خدای خبر دی چې لا زه د چا دلبر يم

مانه څه غواړې کچکول دې راته نيسې
زه پخپله سوالي د چا په در يم

ځکه نه درځم چې مينه رسوا نه شي
ګنې زه د ټولو لارو نه خبر يم

د مخ اور، د زلفو سوری حق حيران يم
کله رپم له يخنۍ کله په نمر يم

د زړه داغ او ستا يادونه توره شپه ده
کرم ځکه سر تر پايه منور يم

د شاعر نور شعرونه ←