د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

غزل

تل په دې کوڅو کې په سرو وينو لمبېدلی يم
بيا کومې جذبې د جنون دلته راوستلی يم

زه د ماتې ژوند تېرول نه غواړم پښتون يمه
ته هم زما زغم په ظلم ستړی کړی پوهېدلی يم

مه ګوره خمار جانانه مينه به مې مسته شي
دې مړاوو کتو دې نشه کړی زنګولی يم

اوس په دُرشل ټيټې سترګې راغلې ما بخښلی يې
زه درته پښتو د دواړو لاسو نه تړلی يم

ما لکه د شمعې ځان سېزلی خاموشۍ سره
ها... ايرې سکروټې زړه مې وينې سوزېدلی يم

تُخم د وفا چې مې په سرو وينو کرلی وو
ګل شومه ، سپرلی شومه د تورو خاورو څلی يم

ويې بخښه
کرمه ! چې په اوښکو دې جرګې کوي
هسې هم ښه پوهه دی چې څومره نازولی يم

د شاعر نور شعرونه ←