پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
زړه ټوټې او پرېشانه، کله
هلته کله
دلته
راته پېښه شوله ګرانه
کله هلته کله
دلته
چې د زړه په کور، مې
راغلې زما ځان زما ژوندون
يې
څنګه بيل شمه له ځانه کله
هلته کله دلته
د جمود دروازې وا کړه
آسمانونه مُسخر کړه
لا نيمګړی يې انسانه،
کله هلته کله دلته
زه په يو جنت صابر ووم تا
د نورو په لټون کړم
دوښمني کوه شيطانه
کله هلته کله دلته
په سفر او حضر دواړو کښې
نيمګړی نيمه خوا يم
تل ژوندی اوسې ارمانه
کله هلته کله دلته
وړاندې، وروستو سوري
سوري کله پټ کله ښکاره شې
مطمئن او سرګردانه
کله هلته کله دلته
رخصتونو هر کلو دې د
کرم
وفا ګټلې
ګنې ګرانه ده جانانه
کله هلته کله دلته