د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

غزل

زمونږ ه خوارو د اختر لارې به څنګه نيسې
د پسرلي د سور پرهر لارې به څنګه نيسې

سورمل، جيشکي، د ګل او خار تخم فطري خوريږي
وتره دې نه وي خو د کر  لارې به څنګه نيسې

عروج ، زوال، دايمي نه دي خو د وخت لوبې دي
سپينې سپوږمۍ د روڼ سحر لارې  به څنګه نيسې

دېوال نور لوړ کړه بام او در او دريڅې ونيسئ
لېونی خاندي، د ګودر  لارې  به څنګه نيسې

زنځير تر پښو لوړ دېوالونو شونډې هم ګنډلې
زما د فکر او نظر لارې  به څنګه نيسې

ابن قاسم خو په اسلام  او انصاف زړونه ګټي
ځه  برهمنه ! د شودر لارې به څنګه نيسې

زه خو کرم  يمه والله دلته دې هم  نه پرېدم
بيا هم  که بچ شې د محشر لارې به څنګه نيسې

د شاعر نور شعرونه ←