پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
مونږه والله که د نيسۍ له
زوره کډې کوو
خو چا خپل نه کړو بس له
دې پېغوره کډې کوو
که په دار خېژو د نا ترسه
دستور خوا يخيږي
ځکه باغيان يو د رواج له
توره کډې کوو
ازغو ړانده کړلو، د ګلو
ښايست نه شو ليدی
ځکه سپرلو کښې اوس د باغ
سمسوره کډې کوو
د دوښمن شر ته ملا تړلی
شو کمزوري نه يو
دوستان دې ښاد وي د هغو
له شوره کډې کوو
خپل پردي نه پېژني وچ او
لوانده غبرګ سوزوي
ستا د ښايست د لګېدلي
اوره کډې کوو
کرم
فاتح وو د جهان قام يې په
شا ولاړ وو
نن چې يوازې يو د خپله
کوره کډې کوو