د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

غزل

زړه وو لېونی، نادان مې وبايلو
زه څومره ساده ووم ځان مې وبايلو

ښکل مې کړلې شونډې د ګل مخي يار
لاړو د مودو ارمان مې وبايلو

دوی که تکبر، مونږه خودي لرو
نه دي شي پُخلا جانان مې وبايلو

خوا کښې د منزل مې کيشتۍ ډوبه کړه
غرق کړمه اسرې خپل توان مې وبايلو

خدای خبر چې هغه جهان څنګه دی؟
دا د رنګينو جهان مې وبايلو

مينه ، درد، وفا، ژوندي کرم ژوندی
بيا هم بريالی درمان مې وبايلو

د شاعر نور شعرونه ←