د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

غزل

چې سپرلي راشي سندرې دګل خواله چرته يوسم
تندرونه راپسې وي ، زه ترې ژاله چرته يوسم

ښکلاګانې دچمن مې د زړګي سېلاب تالا کړې
د مخ سيمه د لېمو د پشکاله چرته يوسم

يو پله  زړګی بې صبره، بل طرف د ناموس يره
زه داخپل تږي  نظر ستا له د ېواله چرته يو سم

قصوردغه ووچې ګل شوم ترمې ترمې شوم تروړي مې
نو وږمې او دلکشۍ له خپل جماله چرته يوسم

سر در جار شه، خو سنګر دپرېښودو نه دی پښتون يم
نخښه زړۀ به د ليندو، وروځو او خاله چرته يوسم

لاحاصله انتظار دی ، وعدې نۀ پالي ، خو بيا ، هم
خپل اميد ستا د ليدو د رنګين خياله چرته يوسم

دې د عشق او عقل جنګ مې وجود ټول کنډر کنډر کړ
لويه خدايه،  چې 
کرم  ددې جنجاله چرته يوسم

د شاعر نور شعرونه ←