د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

خپل هېواد

مونږه د سرو وينو قربان دا انجام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**     **       **
مونږه خپلواکي غواړو چارواکو ځان خرڅ کړی دی
دلته د دولت وږو خپل دين ايمان خرڅ کړی دی
مونږ په وينو ګل کړو دلال دا بوستان خرڅ کړی دی
مونږ د جانان وير کوو جانان جانان خرڅ کړی دی
مونږه پښتانه يو غلامي د غلام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**      **      **
مونږ په هر ميدان کښې بريالي يو بريالي ګټو
مونږه افغانان يو تېر عظمت د ابدالي ګټو
مونږ په اتحاد د هر وګړي خوشالي ګټو
مونږه پښتانه يو په سيالانو کښې سيالي ګټو
مونږ په خپله خاوره د غاصب دغه ګام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**      **      **
څوک چې د پښتو سپکاوی غواړي نو سپکيږي به
څوک چې د پښتون د نفاق هڅې کړي شرميږي به
يو وو پښتانه يو شو، يو شوي دي يو کيږي به
دا د اتحاد دښمنان پرېوتل  غورځيږي به
مونږ په افغانانو د نفاق دا الزام نه غواړو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**      **      **
مونږه د 
کرم  ملګري مينه لرو پت لرو
ښه ځلند تاريخ ډېرې قيصې د شجاعت لرو
ځان له خپلواکي لرو، تهذيب او ثقافت لرو
مونږ سوالګري نه يو  په زور حق اخلو جرأت لرو
داسې په اټکل د اندازو دا مقام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو

د شاعر نور شعرونه ←