د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کرم "مندوخېل" شعرونه

د ښاغلي کرم مندوخېل لنډه پېژنده

د ښاغلي کرم مندوخېل لنډه پېژنده

محمد کرم خان چې په ادبي حلقو کې يې پښتانه د کرم مندوخېل په نامه پېژني د سوات په ګلورينه سيمه کې د عيسوي کال ۱۹۶۰ کې د خوازه خېلې تحصيل په کوټنۍ کلي کې د محمد امين خان مندوخېل کره زېږېدلی دی.

 تر ۱۰  ټولګي  پورې تعليم يې پخپل کلي کې حاصل کړو.  خو د اقتصادي ستونزو او کورنيو شخړو له امله يې خپل  تعليم په باقاعده توګه جاري ونشو ساتلای، په ځانګړې توګه يې د لوړو زده کړوسره د مينې له امله يې د ۱۴ شهادتنامه د پېښورد پوهنتون څخه ترلاسه کړه او څه موده پس يې جرنليزم په اسلام اباد کې د علامه اقبال اوپن يونيورسيټۍ کې ولوست. تر څه وخته يې په تعليمي محکمه کې د مدرس په حيث د پښتون ولس خدمت وکړو، خو اخر د خپل کور کلي او وطن په پرېښودو مجبور شو، او عربي اماراتو ته کډه شو. په دوبۍ کې د مرکزي پښتو ادبي ټولنې د يو مهم غړی په حيث يې هم د پښتو ژبې د عروج او ترويج لپاره هلې ځلې کړيدي او لګيا دی کوي يې. دې سره سره په عربي اماراتو کې د راډيو ايشيا پښتو څانګې لپاره يې هم ډېر کار کړی دی، او د پښتو او پښتنو لپاره يې تر ډېره وخته هلې ځلې کړيدي. نن هم د مسافرت پدغه تريخ او زړه چاودي ژوند مجبور دی. په مختلفو مجلو او اخبارونو کې ليکونه او شعرونه خپروي، د Busy World مجلې کومه چې په اردو او انګريزي ژبه کې د کوريا ، جاپان او عربي اماراتو سره سره په پاکستان کې هم يوه مشهوره  مجله ده، ددغې مجلې يو مهم غړی دی. دی د خوراۍ مزدورۍ سره سره اوس هم تر خپله وسه د پښتو او پښتنو د ودې او پرمختګ په کارونو کې بوخت دی، او د خپلو شعرونو له لارې د پښتون ولس د بيدارۍ لپاره هلې ځلې کوي. دا يو څو شعرونه يې د هيواد ويپاڼې لپاره ډالۍ کړي دي، چې موږ ترېنه د زړه له کومې مننه کوو او دده نورو شعرونو ته سترګې په لار يو.  لوستونکي د کرم مندوخېل د شعرونو څخه د هغوی د فکر او نظر پته لګولی شئ.

د شاعر نور شعرونه ←