د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالله "صادق" شعرونه

غزل



دلته رواج دی ، د چا دی سپين او د چا تور پڼونی
هر رنګ چې وي ، خو دی زمونږ د سترګو تور پڼونی

د پسرليو په مخ پروت وي سپور څادر د دوړو
خدایه د تکې سپينې واورې کړې راخور پڼونی

د بې رنګۍ تبې نيولی مازيګر د کلي
د ګودر ساه وتې ده نشته په يو لور پڼونی

د سولئېز سهار په مستو هواګانو خدايه
نور د نړۍ له سره واخلې دا د اور پڼونی

ملګرو دود دی ماشومانې په کوڅو کې زمونږ
پرسره وي د لوبو وخت کې زوړ د مور پڼونی

سوال ېې د پت شملې غېرت دی د هېواد غرونه هم
وبه چوي خو ليدی نشي سپک او سپور پڼونی

له څو بې پتو پرته وروڼو که صفا اووايم
غواړي هر څوک په سر د خپلې لور او مور پڼونی

پرده ېې غواړم که دښمن زما د سروي بيا هم
دلته په وينو نه پاکيږي د پېغور پڼونی

په څنډه غوټه توره ګوړه يا لجرومه به وه
هر وخت ياديږي مې د هاغې خوږې ترور پڼونی

صادقه مور په الاهو کې دا سبق راکړی
چې د ؛هېواد؛ ناموس ګڼه د خپلې مور پڼونی
د شاعر نور شعرونه ←