افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نېکمرغ شې نوی کاله په تا نېسو پال د سولی
سهار دې شه ښه زېری هر ماښام دې شال د سولی
ښه تانده غاړه ورکړه پسرليه سمې و غره ته
چې مستې خنداګانې شي بيا ستا ميډال د سولې
سر و شينده مست ډول ته د وحدت په نوم زلميه
نن وزنګوه ځان سره دا وخت په ټال د سولې
جنډه د نوي کال په سخي جان شوله رپانده
غومبر وهي کوترې په نڅا شمال د سولی
راځۍ چې نن د مينې په دود ونمانځو نوروز خپل
د زړو په وتره ځمکه کيږدو نوی نيال د سولې
تعظيم د پرېښتو دی هس نه په تندي داغ شي
انسانه ستا له لاسه نن زخمي دی سوال د سولې
صادقه دا د لمر رڼا د هغوۍ په نور پايي
چې بل ساتي د زړه په وېنو تل مشال د سولې