پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
که څښم ، که تويوم يې ، که ساغر په ساغر ولم
بس زه پوى شه ، ساقي پوى شه ، ميخواره ستا يې څه ؟
جيلوانه ! غوسه مکړه چې ولچکې شرنګومه
اتڼ او په سندرو ځم تر داره ستا يې څه ؟
نن بيا مې درقيب په سر نږدي و څوک رټلى
جانان مې سترګک او واهه چې ( څاره ) ستا يې څه ؟
*******
يو تاته او دوه
درې نورو نفرو ته تسليم يم
نه ! خدايګو په دې ښکليو کې اکثرو ته تسليم يم
والله که دې څلور واړه کتابه ملامت کړي
جانانه ستا پخو ، پخو خبرو ته تسليم يم
*******
سبا پورې ور مه شې تر سهار ه ځوانيمرګ شي
زما راستي دې ملا ماته کړه ياره ځوانيمرګ شي
خولګۍ چې مې غوښته ترې ، ما وې کلي به خبر کړي
موسکۍ شوه ، غلې يې اوويل چې : ( څاره ) ځوانيمرګ
شي