پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
لمن مې
لمن مې
سپينه ده په پورې غره د واورې په شان
کړې مې مينه ده په پورې غره د واورې په
شان
چاته
به څه وايم چې څنګه ښکلې، څومره ښکلې؟
ليلا حسينه ده په پورې غره د واورې په شان
زما په
قتل سپين لمنی وخت هيچا ونه نيو
نه چې مې وينه ده په پورې غره د واورې په
شان
رانه
يې زړه وړی ګومان مې شي کوچۍ ده پېغله
او که دېشينه ده په پورې غره د واورې په
شان
رقيبه
ګوره ورته، ستا په کتو څه به يې کم
دومره سنګينه ده په پورې غره د واورې په
شان
باغ کې
سهار پر ګلو پرخه ورته کله رسي؟
په تن ورېښمينه ده په پورې غره د واورې په
شان
محفل
ته راغله بېکسياره! ور کتلای نشم
داسې وړانګينه ده په پورې غره د واورې په
شان