د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

لکه خزان چې په اوږو کړه  د بهار

لکه خزان چې په اوږو کړه  د بهار جنازه
هسې په نن سبا د ده هم ګوره بار جنازه

ژوند همدغه معامله ده څومره سوچ چې وکړې
هر زوی چې ګورې په اوږو يې ده د پلار جنازه

وخته لږ لږ مې هره ورځ ولې احساس راوژنې
په دار مې وخېژونه وا مې خله يو وار جنازه

غواړم ثواب وګټم شکر مسلمان يم اخر
ستړی په مرګ به يمه وړمه د اغيار جنازه

لاړ شه او کېنه بېکسياره ! هديره کې غلی
دا نن سبا خلک کوي کله د خور جنازه

د شاعر نور شعرونه ←