افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
وخت راسره و په خبرو کې لاړ
زما او ستا په تشو غورو کې لاړ
په غليمانو د يرغل ښکلی وخت
په ټولولو د لښکرو کې لاړ
له شملو، ږيرو يو وطن راپاتې
په برېتورو، څڼورو کې لاړ
چې په رڼا مين ما خپله وليد
د وخت بېړۍ يې په ښنګرو کې لاړ
څوک خبر نه شول بېکسيار
چې روان
چې په سلګيو که سندرو کې لاړ