د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

محفل ته ورغلو تر جامه ور ونه رسېدو

محفل ته ورغلو تر جامه ور ونه رسېدو
د کبرجن ساقي تر پامه ور ونه رسېدو

په لمر خاته ور روان ټوله ورځ مزل مو وکړ
خو په وعده تر خړ ماښامه  ور ونه رسېدو

منډې مو وکړې ستړې ستړې تر درشله د يار
مرحلې راغلې تر انجامه  ور ونه رسېدو

لکه افغان روڼ اندي خلک مو په هر کلام کې
په رښتيانو تر مظلوم قامه   ور ونه رسېدو

لا مو د مينې پټ پټونی و چې وخت سره بېل
تر سپوږمۍ، ستورو او تر بامه  ور ونه رسېدو

ښه په غږ، ځوږ راټول ، روان شوو له ډولونو سره
خو بېکسياره ! تر مرامه  ور ونه رسېدو

د شاعر نور شعرونه ←