افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
لکه مدام چې راپه ياد شوې خوب مې وتښتېده
لکه مدام چې راپه ياد شوې خوب مې وتښتېده
د زړه په کلي مې اباد شوې خوب مې وتښتېده
بېګاه نسکور چې په هوجره کې پروت ستا خيال
راسره
د چا وطن، د چا هېواد شوې خوب مې وتښتېده
کوم ماشومتوب، کوم زلميتوب، کومه ځواني
قسمته؟
زما ژوندونه څه برباد شوې خوب مې وتښتېده
نه پسرلی شوې، نه ګلونه او نه پرخه اشنا
تر خوا مې تېر لکه د باد شوې خوب مې
وتښتېده
دومره د يار د مينې لومه کې وم خوښ
بېکسيار
چا غماز ووې چې ازاد شوې خوب مې وتښتېده