د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل


راشه له ځانه سره راوله د وخت سندره
جانانه څو به غږوو د سپېره بخت سندره
د غلامۍ په خوب ويده دي بدلوي اړخونه
د پښتانه لـه سره وتې اوس د تخت سندره
جانان ته ومې کړه په زوَر په زېر په مد او په شد
خو، وايې نه ورېده په زړه مې په زړه سخت سندره
زما او يار په بېلتانه غمازان هسې ستړي
زما او يار معامله د رنګ و رخت سندره
د وطن پولي لکه بيا شي د کابل دروازې
د کرزي واک اختيار چې داسې د پايتخت سندره
د کندهار ځوانه پښتو ليکدود به کله ((سي)) جوړ
لا به تر کله د سايې او د درخت سندره
د بېکسيار کيسې ته څرنګه څوک غوږ ونيسي
سر نه تر پايه د مړه ژوبل او کرخت سندره
 

د شاعر نور شعرونه ←