د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

ترانه يې څه سرود به يې څه؟


ترانه يې څه سرود به يې څه؟


زړه چې خپه ناروغه تن وي ، ترانه يې څه سرود به يې څه
پردو نيولی چې وطن وي، ترانه يې څه سرود به يې څه

ملګرو هغه به نو څه سپرلی چې شور نه لري رنګ نه لري
بې ګل بلبله چې چمن وي ، ترانه يې څه سرود به يې څه

ساز او سرود او ترانې ډول اتڼونه د خوښۍ علايم
د ټول ولس چې زنکدن وي ، ترانه يې څه سرود به يې څه

مودې شوې اورم چې په هره خوله
"ملي ملي سرود" ياديږي
ملت اغوستی چې کفن وي ، ترانه يې څه سرود به يې څه

له دغه کلي به ملګرو
بېکسيار څنګه په تېښته نه ځم
د ديدنونو چې قدغن وي ، ترانه يې څه سرود به يې څه

د شاعر نور شعرونه ←