پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
اوښکې دي سلګۍ دي او د تورو کاڼو غر دی
ستا د نوم اننګۍ دي او د تورو کاڼو غر دی
زه تيګا تيګا يمه او ژوند مزل مزل ټول
څه ځوانيمرګۍ دي او د تورو کاڼو غر دی
پورې د ځوځانو کروند ، دې خواته چينه ده
زرکې دي هګۍ دي او د تورو کاڼو غر دی
دا ځل به ظالم نه اشنا خدايږو که بچ پاتې
بره نه برګۍ دي او د تورو کاڼو غر دی
يه خدايه دې شاړو کې دا خلک ژوندي څنګه؟
شاړې زندګۍ دي او د تورو کاڼو غر دی
نه ساقي نه جام شته بېکسياره نه اشنا شته
شپې د بندګۍ دي او د تورو کاڼو غر دی