پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
شېخ فريد ته پاړکی
شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې بهتري
وي
داسې وخت کې نه چې ظلم – په کوڅه کوڅه
جاري وي
داسې وخت کې نه وحشت چې – د پياوړو بيماري
وي
داسې وخت کې نه چې عقل – له سرونو فراري
وي
داسې وخت کې نه چې پايله – رسوايي ذلت
خواري وي
شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې
هوښياري وي
داسې وخت نه چې د جهل – په ولس کې سرداري
وي
داسې وخت نه انسانيت چې – په قدرت په
زرداري وي
داسې وخت نه چې له زهرو – مرمۍ ډکه د
ښکاري وي
داسې وخت نه چې له مينې – د وګړو بيزاري
وي
داسې وخت نه چې مشرق مري – د غربيانو
سالاري وي
داسې وخت نه چې مخلوق ټول – يا بندي يا
فراري وي
داسې وخت نه چې يو ناڅي – پر دا بل چې
بمباري وي
شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې
کراري وي
داسې وخت نه د سکوت رنځ – په وطن کې چې
ساري وي
داسې وخت نه چې جلاد ته – د محکوم ملت
زاري وي
داسې وخت نه چې مظلوم پړ – د ظالمو ملګري
وي
داسې وخت نه چې نه عدل – نه انصاف برابري
وي
شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله
وفاداري وي
داسې وخت نه چې په مينه – او وفا سوداګري
وي
داسې وخت نه چې په دروغو – اشنايي، دوستي،
وروري وي
داسې وخت نه چې حاکم دېو – په حريم کې د
پري وي
شېخ فريده سکوت مات کړه – څو به دا
خر تاخري وي
زور او ظلم ته سجدرې به – له الله به
منکري وي
په فطنو پسې به درومي – کليوال وي که ښاري
وي
مومنان به داړې واړې – په قدرت به ناست
دهري وي
مرګ ترې سل ځله بهتر دی – چوپه خوله که
اجباري وي
يو څه وايه که څه وشول – فيصله به د باري
وي
چې د مرګ په خوله کې داد کا – هماغه د
ژوند زمري وي
وظالم ته څه ويل هم – کله کله ناچاري وي
شېخ فريده د زور مل شوې – ستا به څه
بېکسياري وي .