افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
مه تړه ښکلوپورې زړه مه تړه
بلبله گلوپورې زړه مه تړه
جانانه تښتي به يووخت لکه روس
دوخت مغلوپورې زړه مه تړه
زړگيه اوره دبنگړوسازونه
دچاڅنگلوپورې زړه مه تړه
سوربه په سرو وينوکې لامبې خياله
په سرومنگلوپورې زړه مه تړه
په غلاچې راشي گرانه ځي به په غلا
په نابللوپورې زړه مه تړه
چې پرميدان دې بېکسياره پرېږدي
پداسې خپلوپورې زړه مه تړه .