پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
پناه ته يې اوسيږمه د ياد د دېوالونو
تل گرځي ځکه شاته يې صياد د دېوالونو
انگۍ د وير ياديږي د بلۍ و کنډوالو ته
د تشو مېنو خېږي چې فرياد د دېوالونو
ازار ربه ورپورې کړې د ټولو مينانو
ترمنځه چې چا ايښی دی بنياد د دېوالونو
ته دومره زړه خو مه خوره گوندې وشي
ديدنونه
جانانه زياتې لږ پاتې معياد د دېوالونو
دا سوال خپله ځواب دی دې کې سوال نه پيدا
کيږي
کمی د محبت دی ازدياد د دېوالونو
نړۍ يې ړنگوي ښه ورته ځير شه بېکسياره
زمونږ وطن کې زيات شو اعتياد د دېوالونو .