د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل




څه نرۍ ښکالوراځي وږمه درومي له ښاره
ځیر ورته احساس دی زمزمه درومي له ښاره

چاویل چې وچې پاڼې چورلي چم کې بادته ؟
شرنګ یې دپایزېبو دی نغمه درومي له ښاره

نه چې پرې راویښ ارمان دژوند له خواږه خوبه
رنګ په څه پلمه پلمه پلمه درومي له ښاره

لاړه دې وطن نه دګودر اومنګي رسم
زېړ مازیګری په سره غرمه درومي له ښاره

چاوې غلیم ړنګ شو، چاوې مات شو، چاوې لرشو
ولې هغه ستره هنګامه درومي له ښاره ؟

ژربه بېکسیار پرهغه پورې کنډو واوړي
ژربه داد دوه ورځو مېلمه درومي له ښاره .

 

د شاعر نور شعرونه ←