افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
که ځواني وه که خاني همدومره بس ده
یاکه بله ناداني همدومره بس ده
ددنیا اود اسلام تاریخ پرې رنګ شو
اې پښتونه قرباني همدومره بس ده
نور د ژبې، غوږ اوسر ېرېکېدو چاره
ددوستم او رباني همدومره بس ده
بې وفا چې وخوت ګل پرخې څه ژاړې ؟
ستا داوښکو ارزاني همدومره بس ده
بېکسیاره نور په جارباندې کړه چیغه
زړه کې مینه زنداني همدومره بس ده .