د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد خاطر افريدي شعرونه

غزل

ما په مثال لکه پتنګ وګڼه
ته دې د شمعې غوندې رنګ وګڼه

که مې کوثر شولو نصيب د ديدن
بيا مې شهيد د عشق په ننګ وګڼه

ځمکه بستر، وي لېونو ته مدام
زړګيه ته يې هم پالنګ وګڼه

لکه چې  څومره ستا غمونه دي ډېر
پراته مې ټول په زړګي زنګ وګڼه

خاطر کچکول د ګډا واخستلو
آشنا ديدن په ځان قلنګ وګڼه
 

د شاعر نور شعرونه ←