د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

 بـــابـــا ته

 بـــابـــا ته

ستا خطونه  ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوباره دوباره

کله خاندم کله ژاړم لېونی يم
ای زما په بند کې پروت غريبه پلاره

نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې
مصيبت دی ستا غيرت ته غيرت داره

چې په تا کې کوم ګوهر دی ماکې نشته
ستا نيکي زما بدي دواړه بې شماره

ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې
زه کوږ
 زغلم  لکه  او ښه  بې  مهاره

ستا د زړه فواردې ډکې دي د مينې
زما زړه وچ کوهي نه لري يو داره

پروا نشته که په منډه منډه مړ شم
فقط ستا او د خپل قام د نوم لپاره

 

د شاعر نور شعرونه ←