افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
د مور پاکی شدی
د مور پاکی شدی
وطنه مينه د د وينو په رګو کی لرم
ستا سر لوړي د پښتنو جګو شملو کی لرم
د غيرتونو انګازی د په اسمان کی ګرځی
ځکه زمريان د لوړو غرو په سردرو کی لرم
مونږ افغانانو خو د مور پاکی شدی رودلی
د حمت درس می له خپل موره په زانګو کی لرم
وطنه اور که په تا بل دی زه سوګند يادوم
داسی زوريږم لکه زړه چی می لمبو کی لرم
که مهاجر يم روح روان می هلته تا سره دی
څنګه به هير شی پلار نيکه می هديرو کی لرم
وطنه زيری درکومه چې ګلبڼ به شې بيا
د لر او بر واړه بلبلې په نغمو کې لرم
روباب لاشته دی منګی شته دی او سه تار هم شته دی
چلم هم شته دی خماريان هم په ديرو کی لرم
دا د حفيظ مليار غزل به ياقربان غوندی شي
ملالې پيغلې لر او برو پښتنو کې لرم
مليار ويانا
ستا سر لوړي د پښتنو جګو شملو کی لرم
د غيرتونو انګازی د په اسمان کی ګرځی
ځکه زمريان د لوړو غرو په سردرو کی لرم
مونږ افغانانو خو د مور پاکی شدی رودلی
د حمت درس می له خپل موره په زانګو کی لرم
وطنه اور که په تا بل دی زه سوګند يادوم
داسی زوريږم لکه زړه چی می لمبو کی لرم
که مهاجر يم روح روان می هلته تا سره دی
څنګه به هير شی پلار نيکه می هديرو کی لرم
وطنه زيری درکومه چې ګلبڼ به شې بيا
د لر او بر واړه بلبلې په نغمو کې لرم
روباب لاشته دی منګی شته دی او سه تار هم شته دی
چلم هم شته دی خماريان هم په ديرو کی لرم
دا د حفيظ مليار غزل به ياقربان غوندی شي
ملالې پيغلې لر او برو پښتنو کې لرم
مليار ويانا