پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
سوي
ډېر دې د هجر په لمبو کې سوي
ډېر دې د حسن پلو شو کې سوي
ډېر ا نتظا ر د رته په لا ر ولا ړدي
ډېر دې د د وه سترګو ليدوکې سوي
پلو دې پو رته کړه د سپينه مخه
ډېر دې د پټ مخ ا سويلو کې سوي
ګيلي به نکړم که نصيب مې نشي
ډېر دې د وصل په شېبو کې سوي
خيرکه رقيب غما ز هر څه ووايي
ډ ېر دې د مينې تهمتو کې سوي
هغه چې طمعه يې د جنت لرله
د خپل عمله د و زخو کې سوي
وې يې قا نو ن مې د ا لله منلی
رسم رواج جهل د و دو کې سوي
وا يي خدمت د ا نسانيت کومه
خو انسانان يې په ظلمو کې سوي
هلته شرا ب سا قي په لاس نيولي
هلته شيخا ن يې په توبو کې سوي
سعید ه ته هم ا نتظا ر کې مړ شوي
ډېر بې ګنا ه يې په لمد و کې سوي