پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
ستا دچم رېګونه دي که کاڼي دي؟
ماته خو لعلونه دي که کا ڼي
دي؟
لوظ دې دخولې ګل دی خوخبرنۀ يم
نيت کښې دې ګلونه دي که کاڼي دي؟
د رد او محبت بېخي نۀ پېژ
ني
دا د ښکليو زړونه دي که کاڼي
دي؟
خپل لاس کښې لۀ کاڼونه تپوس
اوکړه
مات زمونږ سرونه دي که کاڼي
دي؟
دا چې پرې د خوار د تن هډونه
خوري
خولو کښې يې غاښونه دي که کاڼي
دي؟
وړې ډکه منګول چې د "طوفان"
په لور
ﻻس کښې دې ګلونه دي که کاڼي
دي؟