د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
نامعلوم شاعر

زما پلار

بِسْـــمِ اللهِ الرِّحمنِ الرِّحِیْـــــــم

د يوې محترمې خور شعر چې دخپل پلار (مرحوم شمس الحق پيرزداد) په هکله يې ليکلی





غـــــــــــــوږ کیــــــــــــږده عالمـــــــه
قـــــــــــــصه درتــه کــــــــــــومـــــه
بابا جـان غــــــــــــــم مــــي ژړومــــه
د زړګـــــــــــــي درد بیـــــــــانومــــه

د ژمـــی تـــــــــــــــــوره شپـــــــه وه
نیمه شپـــــــــــــــــــه یــــوه بـــجه وه
بي رحمـــــــو جــوړه کړي ننداره وه
انګــــــړ کې میلـــــمنه د غـم ناره وه

ډیـــــــــر عســــکر وه کورته راغلي
لکه میـــــږیان په بامـــو وه راختلــي
توپکـــــونه یي هري خواته وؤ نیولي
د پردویو مزدوران وه شرمیـــــــدلي

بابــــــــا جـــــان ور وؤت حویلۍ ته
عســـــــــکر راغلـــــي وه ګوندي ته
وزیر صــــــــاحب یي ته غوښــــتلي
دغـــــــــه فــــرمان ده مونږ راوړي

بابا لره خوب کالي په تن ښایســــــته بشر
له کــــــــوره لاړه لکه لمــــــر د مازیګر
کلونه پاتي په زندان کي له فامیله نا خـبر
هیله مو خداي ته وه چي زر به شي سحر

خو بابا تیــــر کــــــړل کلـــونه تکلـــــــیفونه
ســــتمونه‌، شکـــــنجی او ډیــــــر غمــــــونه
پس له ډیره انتظاره را خلاص شـو له زندانه
سلام ته يي وه ولاړ خلګ له کابله هم لغمانه

د پـــــــــلار نـــوم وه تـا ســــاتلـــــۍ
پـــــدي وي ښــــــــــــه ښــــاغلـــــۍ
تـــــــــــه دانـــــــا د لــــر و بـــر وي
هــــــم ښه مشـــــر ښه رهــــــبر وي

ته له هـــــــــــر چـا نه بـــــهتر وي
زما روح او هـــم زګــــــــــــیر وي
ته مي ځـــــــــمکه هم آســـــمان وي
ته مــــــي ټــــول ټول جـــــهان وي

ســـــتا کـــــار ؤ ســـــرکــــــــاري
هــــم اوچـــــــت وي پــه والـــــــي
ته په غـــــم کــــــــي د وطـــن وي
هم دردمن د خوار فــــــــــــقیر وي

ته رڼــــــــا وي د قــــــومـــــونــــو
هــــــم پیـــــــــشوا د مجـــلســـــونو
ته حـــــــلیم او هــــــــــم دانـــا وي
د هـــــر چــــــــــــا د زړه دوا وي

لیــــــــــلا تا پســـــــــي کړیــــږي
په پښـــــــتو ډیــــره پـــــوهـــیږي
پرهـــــر پرهـــــر ژړیـــــــــــږي
ســتا په غــــــم کـــي ویلــــیکیږي

بخشیشونه رحمـتونه دی په تا وي
جـــنتونه فردوسـونه دی ده تا وي
اي زمـــــــــا پــلاره مرحــــومــه
لـــــــغمان کښــــی ســــتا مزار ده
ســـــــلام تــــه دي درځـــــــــــمه
مـــــــــــــزار دي جــــــــوړومــه

۳۱/ثور/۱۳۸۹

اِنّا لِلّهِ وَ اِنّا اِلَیْهِ رِاَ جٍعوُنْ

 

د شاعر نور شعرونه ←