د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هيوادشپون شعرونه

غزل

زړه خو دې وو خو تا په زړه کې درزا نه لیدله 
زندګي څومره در نیزدې وه خو تا نه لیدله

نړۍ به هر چاته د خپل زخم کیسه کوله
هر څوک بې غمه ګرزېدلو او چا نه لیدله

دوی ملامت وو دوی تیارو ته هر کلی و وایه 
دوی نابینا وو دوی په سترګو رڼا نه لیدله

خدایه دا عشق وو دا جزا وه که سزا وه زما 
چې په لاسونو کې مې خپله دعا نه لیدله

شپونه دا خاوره وینې وینې ژړېدله راته 
څه داسې نه وه چې تا نه لیده ما نه لیدله
د شاعر نور شعرونه ←