د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هيوادشپون شعرونه

غزل

زړونه پاتې شوي وو یادونه خاورې شوي وو
ولې د هندارو تصویرونه خاورې شوي وو

ستا نه پس دنیا په هغه خپل حدود ولاړه وه
نه زمکه وه خم نه اسمانونه خاورې شوي وو

ښې وې چې د عشق خبرې ټولې رانه هېرې وې
ښه وو چې دا سوي کاغذونه خاورې شوي وو

دوی د خپلې مینې مرتبو ته رسېدلي وو
دوی په هره دشته کې جنونه خاورې شوي وو

دلته وخت په هر وګړي دومره جبر کړی وو
شپونه په هر چا کې خپل شکلونه خاورې شوي وو
د شاعر نور شعرونه ←