د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی

غزل

وركې بــه دغـه تورې شپې شي؛ خو، چې لمر وخيژي
دا تــورې لــــړې به خورې شي؛ خو، چې لمر وخيژي

د سباوون روښــــانـــه وړانــگې بــه تياره وركه كړي
ليرې لـــــه هر څه به پردې شي؛ خو، چې لمر وخيژي

قــــوارې ټـولـــې بـــــه څـرگنــــــدې شي پـخپلـــــه بڼه
ښكاره به هـــر چا ته څېرې شي؛ خو، چې لمر وخيژي

خير دى كه اوس مو په رڼو سترگو كې خاورې شيندي
رســـــوا بـــه واړه دسيسې شـي؛ خو، چې لمر وخيژي

لمـــــر به هيڅكله په دوه گوتو باندې پټ نه كړي څوك
ټول بــــه د ټوكـــو مسخرو شي؛ خو، چې لمر وخيژي

لمــــر بـــه راخيژي د لمــــر مخــه څــوك نيولى نشي
وركې بـــه دا تورې تيارې شي؛ خو، چې لمر وخيژي

حــق او باطل ســـره بېليږي اميد شتـــه((قــتــيــلــــه))
لاړې بــــه ټولــې وسوسې شي؛ خو، چې لمر وخيژي
د شاعر نور شعرونه ←