د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی

غزل

د شبنم په کنډولي کې د گلانو جهان ناڅي
مينه ناڅي، الفت ناڅي ورسره پتنگان ناڅي
 
دا شبنم دومره ښايسته دى که تر لاندې گلاب مخى
چې يې لاس راکړ فنا شو ورسره ملنگان ناڅي
 
د گلونو انعکاس دى د شبنمو په ښېښه کې
پاڼې پاڼې سره گلونه په هوا د جانان ناڅي
 
زه په کومو سترگو باندې د اشنا کوڅې ته ورشم
چې مينې ارزوگانې په ريښکو د گريوان ناڅي 
 
زه مجبور يمه د مينې په سر خاورې بادومه
زما اوښکې طوفانې شوې په لمن د طوفان ناڅي
 
خدايه ستا په لوى جهان کې د فراق سندرې وايم
د اياز په ياد ((قتيله)) د محمود گلستان ناڅي
د شاعر نور شعرونه ←