د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند قرار شعرونه

غزل

د ژوند هره خوشحالي به رانه لرې ګرځيدله
قـســم دى زنـدګي بـه رانـه لـرې ګـرځـيـدله

شريف نه وم صاحبه نـه صفت د ځان کومه
ستا خضور کې ګستاخي به رانه لرې ګرځيدله

نـو پـه ما دى کوم نظر د نذاکت کړى جانانه
بـس دا ستـا مهرباني بـه رانـه لرې ګرځيدله

مـاله مـې غربت زمـا ځواني اور کې سيځله
ښه ځوان وم خو ځواني به رانه لرې ګرځيدله

منننه کـوم ربـه دغـه ستا ډيـر زيات کرم دى 
ګنې خـدايـه شاعـري بـه رانـه لـرې ګرځيدله

قــراره پــه قسمت کـې زما نـه وه پوهيدمه
مــړه هـسـې قـدرتي بـه رانــه لـرې ګرځيدله
د شاعر نور شعرونه ←