افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
سترګې چـى پټې کړمه تـا احساس ومه
په خپل څنګ کى دى اشنا احساس ومه
تنهايۍ راپسې ګرځـې شـور ماشور کـى
هــر محفل کـى ځــان تنها احساس ومه
په ګلاب باندې مى لاس وهل عادت دى
پـکـې سـتـا د مـخ ښـکلا احسـاس ومـه
مـړه زه د نـورو خـلکـو پـه شـان نـه يم
زه دا خپل ځـان ډيـر جدا احساس ومه
ته که مړ شوى زه به سم درسره مړ شم
سـتا پـه سا کـى خـپلـه سا احساس ومه
ستـا معصوم معصوم انـداز دى د خبـرو
سـتـا پـه ستـرګو کـى حـيا احساس ومه
شـايـد ژونـد کـى زمـا هـم چرته رڼا شى
تــورو شـپـو پـسـې سـبـا احسـاس ومـه
خـپـل ضـمـيـر تـه مـلامـت يـمـه قــراره
ځـکـه هـر ځـي کـى سـزا احسـاس ومـه