د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند قرار شعرونه

غزل

لـيـونې کـيـږمه ارامـه راشه
مهربانې وکړه ماښامه راشه

حال که مى ښه نه وو ساقى نه درځم
که ته راځې سره له جامه راشه

تا نه بغير مى زندګي نه کيږى 
د ژوند مقصد د ژوند مرامه راشه

اله هنداره کې مى ځان وليدو
اله نو چرته يۍ الهامه راشه

زما د زړه جومات کنډر مه پريده
زه مقتدي يمه امامه راشه

تا ياد وى او ستا نامه اخلي
قرار له يو ځل د ناکامه راشه

خير دى ته خپل ضد سر ته ورسه وه
چى زندګي مى شى تمامه راشه
د شاعر نور شعرونه ←