د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند قرار شعرونه

غزل

ورسره اوس هم زه لرمه بې فنا محبت
د يــو انسان سره کوم بې انيتها محبت

ما په ژړا باندې ځان مړ کړو ته خانده نه مړه يۍ
سومره توپير لرى کنه زما او ستا محبت

نـه انتظار کومه او مه بله واعده راکوه
خپله به راشى که دى زړه کى وي رښتيا محبت

د ليونتوب دغه شيبې مى تل په ياد وساته
که چرته نه ومه در ياد به شى زما محبت

محبتونه پخواني وو چى ژوندي پاتې دى
صاحبه دى دور کى ياد کړمه د چا محبت

چى دى لمانځه کى مخ ته تير شومه کافر خو نه شوم
هغه مجنون هم وو وړند کړى د ليلا محبت

ما ته زما د سوالونو جواب نه راکوى
قراره وي به يۍ له ماسره همدا محبت
د شاعر نور شعرونه ←