د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هنر احمدزی شعرونه

نظم

بيا به ستا سترګو ته ګورمه جانانه!

 

ځني خلک لکه سيند په شور دي وژني

ځنې خلک لکه کاڼي په خاموش شان

د وجود ويني دي څښي او زور دي وژني

 

ځنې خلک ستا د فکر دريڅې نه !!

په تياره کې په ګوښه کې ياره درومي

ته چې خاندې دوى هم خاندي درسره وي

ته چې ژاړې دوى په بله لاره درومي 

 

ځنې خلک دې تر خپله ضرورته !!

لکه تورى د قران زړه پورې نيسي !

خو چې هيلې يې پوره شي درنه وايي

سړى څه کوي تاوان زړه پورې نيسي؟

 

ځنې خلک په هنر دې خواته راشي

او بيا خپلې زندګۍ ته دې راکاږي

ته به وايې هر قدم مې دى پر لاره

مګر سترې بې لارۍ ته دې راکاږي

 

ځنې خلک په خوږو کې زهر ويشي

څه له بل رقم اندازه لوبوي دې

هغه نه ستنيږي ته ورپسې مه ځه 

يه زما د خولې اوازه! لوبوي دي

 

نو که ته همنشين نه وې د دې خلکو

او رابېل نه وې د دې خلکو له خوا نه

که ستا سترګې د دوى سترګو غوندې نه وې

بيا به ستا سترګو ته ګورمه جانانه!

د شاعر نور شعرونه ←