افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
چې ژوند شي میکده د عشق اداب شي شرابي
فدا په تا دې پېښ هسې عذاب شي شرابي
تر ملا لاندې چې پلنې شي سینې یې کټورۍ شي
که پټه په حجاب هم شي، حجاب شي شرابي
د شونډو تر زبېښ وروسته د ژورې ساه اړتیا ده
نشه چې په دمه نه شي، خراب شي شرابي
مستي چې انتها شي په وریځو عکس ښکاري
سړی چې تنده واخلي نو سراب شي شرابي
ته راشه چې آهنګ خو د زګېرویو درته زده کړم
شهباز یې شرابي دی، چې رباب شي شرابي